Jump to content

ابو العباس سفاح

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سفاح (عباسي واکمن)
أبو العباس عبد الله السفاح (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
Humeima (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۰۷۲۲[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۰۷۵۴[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
smallpox (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ژبې
دنده
Caliph (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین
اړين مالومات
جګړه

د مسلمانانو امیر او خليفه ابو العباس عبدالله السفاح بن محمد بن علي بن عبدالله بن العباس بن عبدالمطلب الهاشمي القرشي ( ۱۰۴-۱۳۶هـ ق/ ۷۲۱- اتمه) د جون 754 ) چې په عامه توګه د سفاح یا ابو العباس سفاح په نوم پیژندل کیږي، د عباسیانو لومړی خليفه وو. نوموړی د 26 کالو په عمر د عباسي خلافت مشرتوب په غاړه واخیست، او په دې توګه د اسلامي 29 واکمن سو. سفاح په 750 زیږدیز کي هغه مهال د عباسیانو لمړئ خلیفه وګرځېدی کله چي یې ورور د اموي خلافت د پرځېدو په پایله کي د وروستي اموي خلیفه (مروان) له لوري ووژل سو. ابو العباس که څه هم د خپلي واکمنۍ په لمړیو کي له یو شمېر کړکېچنو حالاتو او سختیو څو ځله لاس او ګرېوان سو، خو د نوموړي افغان ملاتړي (ابومسلم خراساني) دده د واک لپاره سختي هلي ځلي وکړې او مخالفین یې سر پورته کېدو ته پرېنښودل. سفاح په لومړي سر کي کوفه ولایت د خپل دولت پلازمینه جوړه کړه، خو وروسته له هغه ځایه بیرته انبار ته لاړ، او تر لنډي واکمنۍ وروسته د یکشنبې په ورځ د یوولسم هجري لمریز کال د ذی الحجې په دیارلسمه نېټه په یاد ښار کي د یو ناروغۍ له امله وفات سو.

د سفاح د شخصي ژوند په اړه ویل کیږي چي د یعقوب المخزوم له لور ام سلمه سره یې واده کړی وو، چي له یادي مېرمني یې زوی محمد او لور رایته وزېږېدله. تر مرګ وروسته نوموړي خپل ورور ابوجعفر المنصور ځایناستۍ وټاکه.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Abu-al-Abbas-al-Saffah. Retrieved: ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۱. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  2. ذکر کېدنه: IdRef. IdRef پېژند: 128039574. Retrieved: ۴ مارچ ۲۰۲۰. Publisher: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.