بابي ډېول
بابي ډېول | |
---|---|
ډېول په ۲۰۲۴ز کې
| |
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۷ جنوري ۱۹۶۹ ممبای، هند | (عمر: ۵۵ کاله)
تابعیت | هند |
ښځه | تنيا اجو ډېول، ۱۹۹۶ زېږدیز کال |
اولاد | دوه |
پلار | درمندر |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | فيلمي لوبغاړی |
د فعالیت وخت | له ۱۹۹۵ څخه - تر دې مهاله |
جايزې | |
فيلمفیر جايزه |
|
وېبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
بابي ډېول چې د وېجي سینګ ډېول په نوم (د ۱۹۶۹ زېږدیز کال د جنوري په ۲۷مه زېږېدلی)، د باليووډ سينما يو مشهوره لوبغاړی دی [۱] هغه د هندي سینما (بالیووډ) مشهوره ستوري سوني ډېول ورور او د درمندر زوی دی، په هندي سینما کې د ډېول کورنۍ ځانګړی شهرت لري نو کله چې په دغو درو ډېولانو کې د يوه نوم راځي د ټولو فکر کورنۍ ته ځي چې دا خو د پلانکي ورور يا زوی دی.
بابي ډېول په (۱۹۷۷) زېږديز کال کې د «درم وير» په نوم فيلم کې د ماشوم هنرمند په توګه رول ولوباوه، له هغه وروسته نوموړي په رومانس بارسات (۱۹۹۵) کې د لومړي ځل لپاره د فيلم هلک په توګه رول ولوباوه چې د ښه ځلېدو له امله يې د فيلم غوره نارینه جايزه وګټله. نوموړي بیا وروسته په سوداګریزه توګه بریالي اکشن فيلمونو لکه؛ ګپت (۱۹۹۷)، سپاهي (۱۹۹۸)، بادل (۲۰۰۰)، بچو (۲۰۰۰)، اجنبی (۲۰۰۱)، او همراز (۲۰۰۲) کې راڅرګند شو چې ډېر بريالي فیلمونه وه. همداراز نوموړی د لنډې مودې وروسته بيا په سينما کې وځلېد او د ملا پګلا دیوانه ۲۰۱۱ ، ریس 3 ۲۰۱۸ او هاوس فل 4 ۲۰۱۹ فلمونه يې بازار ته وړاندې شول چې نوموړي ته يې د ټول هند او نړۍ په کچه شهرت ورکړ.
ډېول له هغه راوروسته په «کلاس آپ ۸۳» (۲۰۲۰)، اشرم (۲۰۲۰) او «لو هوسټېل (۲۰۲۲)» فيلمونو کې کار کړی دی. همداراز نوموړی په ۲۰۲۳ زېږديز کال کې د «انېمل» په نوم فيلم کې منفي رول لوبولی دی چې له امله يې نوموړی د غوره فيلمي لوبغاړي جایزې ته نوماند شوی دی.
شخصي ژوند
[سمول]ډېول د ۱۹۷۹ زېږديز کال د جنورۍ پر ۲۷مه د «ويجې سينګ ډېول» په نوم د هند په يوې پنجابۍ کورنۍ کې د بمبيي په ښار کې زېږېدلی دی. دی د باليووډ غوره لوبغاړي درمندر دوهم زوی او د سوني ډېول کشر ورور دی او ورسره دوې خويندې هم لري چې نومونه يې ويجيتا او اجيتا دي چې اوسمهال د امریکا په کاليفورنيا کې اوسېږي.
هغه په ۱۹۹۶ ز کال کې د تنيا اجو سره واده وکړ؛ او اوسمهال دوه زامن لري.
هنري شخصيت
[سمول]ځلېدل (۱۹۹۵–۲۰۰۳)
[سمول]ډېول په ۱۹۹۵ کال کې د راجکمار سنتوشي په رومانټيک فليم کې د ټوینکل کنا سره د یو مثبت رول ترسره کوونکي لوبغاړي په توګه کار پیل کړ، په فيلم کې د یو ساده خو هوښیار ځوان رول لوبوي چې له یوه کوچني کلي څخه لوی ښار ته ځي او د فاسدو پولیسو او جنایي ډلو سره لاس او ګرېوان کېږي، «د مينې په منځ کې» . [۲] دا فيلم د ټولې سينما په کچه مخکښ شو او له کبله يې نوموړي د غوره نارینه فيلمي ستوري جايزه ترلاسه کړه. هغه د دوهم ځل لپاره دا جايزه بيا د راجیو رای په پټ ریښتیا (۱۹۹۷) فيلم کې د منیشا کویرالا او کاجول سره یوځای ترلاسه کړل. د سوداګریزې ګټې سربېره هغه فيلم د ښې کيسې په درلودلو ډېر وستايل شو. [۳] په 1997 کې د هغه بل فيلم د ایشوریا رای سره یوځای اور پیار هو ګیا وو چې ډېر مخکښ شو.
جايزې
[سمول]جایزې او نوماندنې
[سمول]کال | جايزې | کټګورۍ | لاملونه | سرچينې | Ref. |
---|---|---|---|---|---|
1996 | د پردې جایزه | غوره نارينه فيلمي ستوری | غوره فعاليتونه | [۴] | |
1996 | د فيلم فایر جایزه | غوره لوبغاړی | [۵] | ||
2003 | غوره لوبغاړی | غوره فعالیتونه | |||
2008 | د ستورو جايزه | غوره لوبغاړی | غوره فعاليتونه | [۶] | |
2009 | د ستورو غبارو جایزه | غوره لوبغاړی | غوره فعاليتونه | ||
2011 | د بالیووډ اتل جایزې | غوره لوبغاړی | د یملا پګلا دېوانه فيلم برياليتوب | ||
2012 | د تولید کوونکو جايزه | غوره ستوری | |||
2021 | د فلم فاير جايزه | غوره لوبغاړی - د ډرامې لړۍ | غوره فعاليتونه | [۷] | |
غوره لوبغاړی | غوره فعاليتونه | ||||
2021 | د لیونز د سرو زرو جایزه | غوره لوبغاړی | [۸] | ||
2022 | د فلم فاير او ټي ټي جایزه | غوره لوبغاړی - ډرامې لړۍ | غوره فعاليتونه | ||
2023 | د ستورې جایزه | د جوري انتخاب - غوره بدکار | غوره فعاليتونه | [۹] | |
2024 | د فلم فایر جایزې | غوره لوبغاړی | د انېمل فيلم کې ښه رول لوبل | [۱۰] | |
د ستورې جایزه | غوره لوبغاړی | [۱۱] | |||
د آی ايف اې اې جايزه | غوره لوبغاړی | [۱۲] |
سرچينې
[سمول]- ↑ . 10 February 2010.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ India Today, Volume 26. Thomson Living Media India Ltd. 2001. p. 96. Archived from the original on 8 August 2021. نه اخيستل شوی 5 November 2016.
- ↑ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedti
- ↑ . 10 March 2015.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ Filmfare Award for Best Male Debut
- ↑ . 13 April 2022.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 2 December 2021.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 8 September 2021.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 24 February 2023.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 15 January 2024.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 26 February 2024.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ {{Cite web|url=https://indianexpress.com/article/entertainment/bollywood/bobby-deol-shares-heartfelt-kiss-with-wife-tanya-after-iifa-2024-win-9594517/}}
- Pages with script errors
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- ناسم سرچينه لرونکي مخونه
- بې وېبلينکه وېبسرچينې
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P3373
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P166
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P345
- 1969 زېږېدنې